اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې غندنه كولو سره غوښتنه كړې ده چې سويډن حكومت دې د مجرمانو په ضد فوري كارروائي او په سباؤن كښې د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوي له اقدامات وكړي٬ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به حكومت ٬ سياستوالو او ادارو له په ګډه كار كول وي٬ آئي اېم اېف لوظنامې سره مونږ ته د ساه اخستلو موقعه ترل??سه شوې ده٬ دعا ده آئي اېم اېف سره دا زمونږ وروستې پروګرام وي ٬ مونږ له به سباؤن كښی د اوږدې مودې پرېكړې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ??وئيل د پاك پروردګار فضل دے چې يو څو ورځې وړاندې آئي اېم اېف سره لوظنامه د زياتو هڅو له امله خپل منطقي انجام ته ورسېده۔ په دې كاميابۍ ټولو غړو او په خاص توګه د خزانې وفاقي وزير ٬ دده ډلې او اړوندو وزارتونو ته مباركي وركوم۔ آئي اېم اېف سره د 9 مياشتو سټېنډ بائی لوطنامه شوې ده٬ دې لوظنامې سره به پاكستان ته 3 اربه ډالره ترل??سه شي٬ اولنې قسط به په جولائي كښې د 1.1 اربه ډالر ترل??سه شي۔ ده ??وئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په دې لړ كښې بشپړه سفارتي هڅې وكړې كومې چې د ستائنې وړ دي۔ د خارجه وزير لخوا پېغام ترل??سه شو دې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پاكستان سره نوره مرسته كولو كښې د كردار ترسره كولو باور راكړے دے۔ ده ??وئيل چين تېره مياشت په سختو حالاتو كښې زمونږ بشپړه مرسته وكړه۔ ده ??وئيل مونږ د چين مرسته كله هم هېرولې نه شؤ۔ ده ??وئيل سعودي عربستان هم د 2 اربه ډالرو باور راكړې۔ دغسې د متحده عرب صدر سره د پلاوي په كچه ملاقات كښې هغه هم مونږ ته د يو ارب ډالر راكولو باور راكړو۔ دغسې د پېرس دورې په مهال د اسلامي ترقياتي بېنك صدر د ملاقات په مهال مونږ ته د يو ارب ډالر راكولو لوظ وكړو۔ ده ??وئيل حكومت ٬ سياستوالو او ادارو له به راروانو 15 نه تر 20 كلونو پورې په خپله خپله دائره كښې پاتې كېدو سره په ګډه كار كول وي۔ ده ??وئيل پېرس ته ما سره د تلي پلاوي غړو مننه كوم۔ دوئي د آئي اېم اېف منېجنګ ډائرېكټر سره د ملاقات په مهال مذاکراتو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ??وئيل دعا ده چې دا زمونږ آئي اېم اېف سره وروستې پروګرام وي۔ ده ??وئيل هر كال مونږ له 600 اربه روپۍ په پاكستان سټيل ملز او پي آئي اے مصرف كول دي؟ په داسې صورت كښې مونږ پرمختګ څنګه كولې شؤ۔ ده ??وئيل مونږ له به سباؤن له پرېكړې كول وي۔ په راروانو ټول ټاكنو كښې چې كوم هم ګوند كاميابي ترل??سه كړي هغې له به په دې لاره تلل وي۔ وزيراعظم په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ قبيحې او ناوړه پېښې ذكر كولو سره ووئيل د دې پېښې غندنه ټول اسلامي ملت ٬ پاكستانې قوم او د پاكستان حكومت كوي او زمونږ مطالبه ده چې د مجرمانو په ضد دې په سمدستي توګه كارروائي وكړې شي۔ ده ??وئيل د بده ??رغه دا كومه اولنۍ پېښه نه ده ?? دې څخه وړاندې هم زړه ته دړد رسوؤنكې دا ډولې پېښې رامخې ته شوي دي او دې څخه دا ثابتېږي چې په سويډن كښې ژوند كوؤنكي مسلمانان په اقليت كښې دي۔ دغلته د اسلامو فوبیا، نفرت، تفریق بيانيه جوړه كړې شوې ده۔ د پاكستان حكومت د دې غندنه كوي او سويډن حكومت څخه مطالبه كوي چې هغه د دې پېښو او بيانيې بشپړه نوټس واخلي۔ ده ??وئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې او آئي سي په دې معامله بېړنۍ غونډه رابللې ده او په دغه غونډه كښې يۍ د دې ناوړه حركت سخته غندنه كړې ده او غوښتنه يۍ كړې ده چې د مجرمانو په ضد دې نه يوازې تاديبي كارروائي وكړې شي بلكې په سباؤن كښی دې د دې ډول پېښو مخنيوي له اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت د او آئي سي د دغه غونډې او پرېكړې بشپړه ملاتړ كوي او هيله ده چې دا ډول پېښه به سباؤن كښې رامخې ته نه شي۔ سويډين حكومت څخه دا يوه سمه مطالبه ده۔ ده ??وئيل مونږ به د خپل خارجه وزارت د لارې د دې بشپړه فالو اپ كوؤ۔
د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښه د غندنې وړ ده ٬ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به ټولو له په ګډه كار او د اوږدې مودې پرېكړې كول وي٬ د وزيراعظم د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب
Jewel Savior Online Entertainment Official Website
APP37-030723
ISLAMABAD: July 03 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet. APP/TZD
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں