اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د كانسپټ پې??رز د جوړولو كار زر تر زره تر پايې رسولو هدايت سره وئيلي دي د پاکستان او چين حکومت د سي پېک دوهم فيز لاندې په دې پينځه اقتصادي راهداريانو زر تر زره د کار په پې?? کولو موافقه کړې د۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې ??ه ورځ پخپله مشرۍ كښې د سي پې?? منصوبو جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د پلاننګ سېكرټري اوېس منظور سمرا٬ د اړوندو وزارتونو سېكرټريز٬ د ادارو مشرانو او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير اړوندو برخه والو (اسټېك هولډرز) او د وزارتونو لوړ پوړو چارواکو ته په دې كورېډورز د شريك پلان جوړولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل ټولو وركنګ ډلو ته په اګست 2023 كښې د چين صدر جن پنګ په تجويز كړو 5 كارېډورز د كنسپټ پې??رز جوړولو هدايت شوے ؤ ٬ د پاکستان او چين حکومت د سي پېک دوهم فيز لاندې په دې پينځه اقتصادي راهداريانو زر تر زره د کار په پې?? کولو موافقه کړې۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په 5 نوو کارېډورز كښې ګروتھ، اکنامک ډوېلپمنټ پروجېکټس، انووېشن، ګرین، او ریجنل کنېکټیویټی شامل ده ٬ دا پينځه کورېډورز د پاکستان د اقتصادی پرمختګ فرېم ورک “فائیو ای ایز”سره مطابقت لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پينځه واړه كورېډورز په اړه به د پاكستان هوم ورك سره اړوند جوړ كړے دستاوېز د چين وزيراعظم ته د پاكستان دورې په مهال وړاندې كول?? شي۔ ده هدايت وكړو چې ټول وزارتونه دې د سي پې?? پورټ فوليو لاندې پينځه كلنه منصوبې جوړې كړي او د?? دې جے سي سي ته وړاندې كړي ، په ستمبر كښې دې د جوائنټ ورکنګ ګروپس زياتې نه زياتې غونډې وكړ?? شي دغسې چې راروانو پينځو كلونو لپاره د سي پې?? تګلاره جوړه كړ?? شي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد بايد په صنعتي او تجارتي پرمختګ او بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې زياتوالې وي۔ احسن اقبال ووئيل ټول وزارتونه دې په راروانو 15 ورځو كښې د سي پې?? باقاعده پلان وړاندې كړي۔ ده ووئيل مونږ له نه يوازې دا چې خپله 5 كلنه منصوبه جوړول دي بلكې د چين د سي پې?? فېز 2 منصوبې ټول تفصيلات به هم معلومول وي۔ ده ووئيل په نوې آئيډياز اډانه لرونكې منصوبې دې جوړې كړ?? شي۔ ده زياته كړه چې د جوائنټ وركنګ ګروپ او جے سي سي غونډې له به په مجوزه منصوبو كار زر بشپړ كړے شي
پاکستان او چين د سي پېک دوهم فيز لاندې په پينځه اقتصادي راهداريانو زر تر زره د کار په پېل کولو موافقه وكړه : وفاقی وزیر احسن اقبال
गोल्डन जेम एंटरटेनमेंट विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر