اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) غزه او فلسطين سره د تعلق لرونكو د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيكل پوهنتون زده كوؤنكو 51 كسيزه پلاوي د سينيټ غونډې كارروائي وكتله۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه ك??ې د سېنېټ چيئرمېن ايوان ته ووئيل چې غزه او فلسطين سره د تعلق لرونكو د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيكل پوهنتون زده كوؤنكو 51 كسيزه پلاوې د مېلمنو په ګېلرۍ ??ښې موجود دے۔ په دې غړو مېزونه ډبولو سره پلاوي ته هركلې ووې۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل دې ايوان فلسطيني اولس سره د يو يوالي څرګندونې له ??و د اسرائيلي ظلمونو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے ؤ۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ??ه د فلسطيني اولس سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتؤ۔ په دې موقعه وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د اسرائیلی پوځ لخوا روان جارحيت او د فلسطيني اولس نسل وژنه د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل دا مهال 162 فلسطینی زده كوؤنكي په پاكستان ??ښې د طب زدكړې ترلاسه كوي دغسې چې هغوي بېرته تللو سره د خپل اولس خذمت وكړے شي۔ ده ووئيل دې زدكوؤنكو ته د زدكړو وېړيا آسانۍ وركولې شي ٬ دا پروګرام به پراخا كولې شي دغسې چې زيات نه زيات فلسطيني زدكوؤنكي طبي زدكړو سره سره په نورو څانګو ??ښې هم زدكړې ترلاسه ك??ې شي۔
د غزه او فلسطين زده كوؤنكو پلاوي د سينيټ غونډې كارروائي وكتله
Lightning Roulette Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ