بلاول بھټو زرداري پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د پیښو مسائلو او بحرانونو حل لپاره 7 نکاتې تجاویز وړاندې كړل
Super Andal Bahar Official Link
APP36-230922
NEW YORK: September 23 - Foreign Minister of Pakistan Bilawal Bhutto Zardari addressing at the OIC Council of Foreign Ministers Annual Coordination meeting on the sidelines of the 77th session of the United Nations General Assembly. APP
نیویارک۔23ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پرم??تګ كوونكو هېوادونو ??ه د پیښو مسائلو او بحرانونو حل لپاره 7 نکاتې تجاویز وړاندې كولو سره وئېلې دي مونږ له به يوې داسې نړيوالې ډھانچې او پالیسیو له وده وركول وي چې ورسره د نړۍ نه د مساوات د نشتوالي خاتمه ممکن كړې شي او دا به د نړيوال معاشي نظام د پرم??تګ اهدافو سره تړل وي٬ دغسې د نړيوالو موسمیاتې بدلونونو تر مخه به يو برابر پالیس?? په دیانتدارۍ نافذ كول وي ، د پرم??تګ كوونكو هېوادونو لپاره د نړۍ تجارتي نظام دې بيا د سره وضع كړے شي ٬ دغسې چې دا د پرم??تګ د اهدافو سر كولو له مرستياله ثابت شي ۔ د جمعې په ورځ نیویارک كښې د جی ۔77 او د چین د وزارتې اجلاس 2022 ته خپل خطاب كښې خارجه وزير بلاول بھټو ووئېل د زياتېدونكو شخړو ، ګرانۍ ، موسمیاتې بدلون او د وباګانو سره د ګردې نړۍ پرم??تګ كوونكې هېوادونه د يو سخت دور نه تېرېږي۔ د دې مسائلو حل کولو لپاره خارجه وزیر 7 نکاتې تجاویز وړاندې كولو سره ووئېل د اقتصادي فشار ښکار د نړۍ د 50 نه زياتو پرم??تګ كوونكو هېوادونو معاشي ملاتړ لپاره نړيوالې وروولۍ له د متحرک کولو ضرورت دے۔ ده ووئېل نړيوالۍ ورورولۍ له به پرم??تګ كوونكو هېوادونو كښې د غذائي بحران ښکار 250 ملین كسانو له زر تر زره د ډوډۍ او د څښلو څيزونه ورسول باوري كول وي، مونږ له به د پرم??تګ كوونكو هېوادونو د توان د درآمدات پېټے کمولو لپاره لارې لټول وي ۔ خارجه وزیر ووئېل د پاکستان در??مه برخه په اوبو كښې راګېره شوې كومه چې د ټولې برطانيی برابر زمكه ده، پاکستان كښې د سیلاب څخه د يو زر نه زيات كسان په حق رسېدلي دي او په زركونو ژوبل دي، درې کروړه 30 لاکھه نه زيات كسان نيغ په نيغه ځپلې شوي او دغسې د موسمیاتي بدلون اثرات 6 کروړه پاکستانیان ځپلې دي۔ ده ووئېل د اوسني سیلاب د لاسه 17 لاکھه كورونه، 12 زره کلومیټره سړکونه، 350 پلونه او 50 لاکھه ایکړه باندې ولاړ فصلونه تباہ شوي دي، دغسې پاکستان كښې سیلاب نزدې د 30 بلین ډالرو زيان كړے ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل مونږ د ګروپ 77 هېوادونو پشمول د نړيوالې ورورولۍ مننه كوو چا د پاکستان د موسمیاتي بدلون څخه په شوې تباهۍ كښې مرسته كړې۔ ده ووئېل مونږ له به يوې داسې نړيوالې ډھانچې او پالیسیو له وده وركول وي چې ورسره د نړۍ نه د مساوات د نشتوالي خاتمه ممكن شي ۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري بيخي سم وئېلې دي چې موجودہ عالمي معاشي نظام په اخلاقي توګه دیوالیه شوے، د نړۍ عالمي معاشي نظام به د پرم??تګ اهداف سره تړل وي ، كه د نړۍ يو مستحکم عالمي معیشت پكار وي نو دې لپاره به د توانائۍ، ټرانسپورټ، استوګڼو، صنعت او زراعت څانګو كښې د كال يو کھرب ډالره سرمایه کاري ممکن كول وي۔ ده ووئېل دغسې د نړيوالو موسمیاتې بدلونونو تر مخه به يو برابر پالیس?? په دیانتدارۍ نافذ كول وي ، پرم??تګ كوونكو هېوادونو کښې تجارت او د سرمایه کارۍ زياتوالي لپاره د سړکونو منصوبې مهمې دي ، د چین د اقتصادي راهدارۍ منصوبه د دغې مهم مثال دے۔ بلاول بھټو ووئېل مونږ له په نړۍ كښې د عدم مساوات او غربت د ودې نظام به اوس بدلول وي