اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان او ترکیه يو زړه دوه بدنونه دي، د پاکستان ریسکیو ډلي د تركيې وروڼو خوېندو په زړونو كښې ځائې جوړ كړې دې، پاکستان او ترکیه خپلو كښې پخوانۍ اړيكي لري، پاکستان د تركيې او سوريي وروڼو خوېندو په زړه پوري مرسته كړې او به دا روانه ساتلې شي، د معاشی مشکلاتو باوجود به د وروڼو هېوادونو سره مرسته روانه ساتلې شي، ټول پاكستان د تركيې او سوريي خپلو وروڼو سره ولاړ دې، د پاکستان د اړخه به د اخوت او ایثار پیغام ټولي نړۍ له وركولې شي۔ ترکیه او سوريه كښې د مر??تي هلو ځلو كښې د برخه اخستونكو په اعزاز كښې د شورو په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې دستورې ته وينا كښې وزیراعظم ووئيل د پاکستان ریسکیو ډلو چې څه ډول د تركيې او سوريې زلزله ځپليو سيمو كښې د مر??تي او ريليف خذمات ترسره كړي په دې د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو،دې سره نړۍ كښې د پاکستان نامه روښانه شوې او د تريكي وروڼو او خوېندو په زړونو كښې د پاكستان اح??را?? نور زيات شوې، هغوي به دا خذمات ټول عمر ياد ساتي۔ده ووئيل ما د تركيې دورې په موقع د خپلي ډلي د زړه څخه كار کول ليدلي دي،ما د هغوي مننه كولو لپاره دلته نن رابللي دي،هغوي د پاکستان او ترکیې ملګرتيا خيال ساتلې دغسې د هغوي د هڅو په وجه د دواړه هېوادونو ترمينځه ملګرتيا زياته شوې۔ده ووئيل د ترکیې زلزله ځپلي نن د پاكستان پلو ګوري،د دې مطلب دا نه دې چې هغوي خپل وسائل نه لري خو هغوي د انسانی او اسلامی خپلولۍ په سبب او د ميني له امله زمونږ پلو ګوري۔ ده د مر??تي ډلي غړي د ټول هېواد اتلان ګرځولو سره ووئيل چې حکومت پاکستان د ترکیې ځپليو مر??تي لپاره به ممكنه هڅې رواني ساتي۔ده ووئيل مونږ دا مهال د کفایت شعارۍ په پالیسۍ عمل كوو خو بهر هېواد څخه راغلي ميلمانه دې څخه مستثنیٰ دي۔ وزیراعظم ووئيل تر اوسه ډير سامان ترکیي او سوريي ته لېږلې شوي،په دې كښې این ډي اېم اے په زړه پوري كردار ترسره كړې،د این ډی اېم اے چیئرمېن شپه ورځ كار كړې، د خواجه سعد رفیق او د هغه ډلي د پاك فضائیه مننه كوو،هغوي په زړه پوري كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د خزاني وزير ، د منصوبه بندۍ وزير لويه مرسته كړې، کابینې او پارلماني غړو د يوي مياشتي تنخا زلزله ځپليو له عطیه كړې، د خزاني وزير د خپل جيب خخه 2 کروړه روپۍ عطیه كړ?? ، ?? تعلیم وزير د 6 کروړه روپو چېك وړاندې كړې،د ګريډ 18 نه پورته آفیسرانو د درې ورځو تنخاہ وركړې ده،د پنجاب صوبې د مر??تي سامان او چيك وركړې،څلورو واړو صوبو څخه د مر??تي سامان لېږلې شوې۔ده ووئيل قام ستاسو د هڅو څخه خبرولو لپاره دا دستوره شوې۔ ده خارجه وزير ، خارجه سېكتري او سفیرانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ماحولياتي بدلون وفاقی وزیري سېنېټرې شیری رحمن ووئيل د ټولو ادارو د اړخه د ځپليو لپاره هڅي د ستائنې وړ دي،د ترکیې او سوريي سفیرانو هم د این ډي اېم اے ستائنه وكړه ۔ ډاكټر فیض اﷲ خان ووئيل د پمز د اړخ?? ډلې ځپليو سره طبي مرسته كړې۔په دې موقع د ریسکیو ډلو اهلكارو له تعریفی اسناد هم وركړې شول
پاکستان به د تركيې خپلو وروڼو او خوېندو هره ممكنه مرسته كوي ۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف تركيه او سوريه كښې د مرستي په هلو ځلو كښې د برخه اخستونكو په درناوي كښې دستوري ته وينا
Caishen Shengli APP game official website
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات