اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكسان جاپان سره دوه اړخيزه اړېكې لا پراخا كولو كښ?? خوښي لري ، موسمیاتی بدلون يوه مهمه نړيواله مسئله ده٬ ټولو هېوادونو له به د دې چېلنج مخنيوي كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د جاپان وزير مملكت توشیکو آبے سره ??لا??ات كښ?? وكړه۔ په دې موقعه د وزيراعظم د موسمياتي بدلون کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم هم موجود وه۔ په ??لا??ات كښ?? په پاك جاپان دوه اړخيزه اړيكو ٬ په خاص توګه په موسمياتي بدلون ٬ پارليماني تړون ٬ تجارت او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سردار ایاز صادق ووئيل پاكسان جاپان سره پخوانۍ اړيكې لري ٬ پاكستان جاپان سره خپلې اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون يوه مهمه نړيواله مسئله ده ټولو هېوادونو له به په ګډه د دې چېلنج مخنيوې كول وي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په شمول نورو څانګو كښ?? مرسته به د دواړو هېوادونو په ??ټه وي۔ د پارليماني سفارتكارۍ د لارې دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كېدې شي۔ سپيكر سردار اياز صادق د زده كړو په شمول په نورو څانګو كښ?? د جاپان د مرستې ستائنه وكړه۔ جاپانی وزیر مملکت ووئيل جاپان پاكستان سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ ده جاپان لپاره د خېر سګالۍ جذبې په څرګندولو او دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو كښ?? په خوښي لرلو د اياز صادق مننه وكړه۔ ده هم پاكستان سره اړيكې او همكاري لا زياتولو كښ?? خوښي ښكاره كړه۔
پاكستان جاپان سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كولو كښې خوښي لري: سردار اياز صادق
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش