پاكستان په كشمير او فلسطين كښې د هندوتوا ترهه ګرۍ او د خلقو حالت زار په نظرانداز كولو د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل سخت تنقيد وكړو


ملګري ملتونه 26جون(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغوي د القاعده او آئي اېس آئي اېس/داعش مقابلې كولو لپاره د خپل پام ځينې برخه په هند كښې د مسلمانانو په ضد د ترهه ګرۍ كوونكو هندوتوا ډلو او د كشمير او فلسطين مقبوضه سيمو كښې رياستي ترهه ګرۍ پلو هم وګرځوي چې له مخې ئې هلته په خلقو ظلمونه كېږي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اكرم جنرل اسمبلۍ كښې نړيوال امن او سلامتيا برقرار ساتلو لپاره د سلامتيا كونسل په كلن رپورټ د خيالاتو څرګندونې په مهال ووئېل د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه د سلامتي كونسل كار كښې سمدستي اصلاحات ته ضرورت دے۔پاكستاني استازي ووئېل سلامتي كونسل يواځې القاعده او داعش او د هغوي پلوي ډلو مقابله كولو پلو پام لرنه كړې او ترهه ګري په ټوله نړۍ كښې خپرېږي۔ ده ووئېل د سلامتي كونسل لخوا د ترهه ګرو په فهرست كښې د شاملولو او بندېزونو عائد كولو طريقه كار په قلاره٬ مشكل٬غېر موثر او سياست ځپلے دے۔په دې اړه سلامتي كونسل د انتهاخوښۍ او فاشسټ تنظيمونو لخوا ترهه ګري هم نظرانداز كړې په كومه كښې چې د هند هندوتوا ګروپ هم شامل دے څوك چې هلته مسلمانان يروي٬ ده ووئېل سلامتي كونسل دا رياستي ترهه ګري هم نظرانداز كړې كومه چې په مقبوضه فلسطين او كشمير كښې په خلقو د ظلم او بربريت په توګه كېږي۔د دې څخه وړاندې د بحث پېل كولو سره د جنرل اسمبلۍ صدر ډينس فرانسيس ووئېل د سلامتي كونسل راپور څخه چې څه رامخې ته شوي هغه د تاؤ تريخوالي او شخړو نه ډكې نړۍ ښكاره تصوير دے۔صدر استازو ته ورياد كړل چې جنګونو٬غربت او بحرانونو كښې ګيرو شوو په لاكهونو كسانو لپاره د ملګرو ملتونو بېلو ادارو ترمينځه امتياز كول كوم اهميت نه لري۔