اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د هېواد په پرمختګ كښې د فارما انډسټري مهم كردار په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې حكومت د دې صنعت د بهترۍ او مستحكمولو له بشپړه هڅې كوي٬ ژوند بچ كولو كښې مرسته كوؤنكو دويانې له به فعاله تګلاره جوړول وي٬ مونږ ټولو له به خواري كولو او قرباني وركولو سره هېواد مخ په وړاندې بوتلل او دې ته خپل جائز مقام وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د 6 م پاکستان فارما سمټ او ایوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د پاكستان دويانې برآمد كوؤنكو 50 لويو كمپنيو ته ايوارډز وركړې شول۔ په خپل خطاب كښی وزيراعظم و??ئيل پاكستان كښې فارما انډسټري ته وده وركولو له د دې كمپنيو هڅو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ په دې څانګه كښې د پاكستان كمپنيو خپل نوم پېدا كړې دې په دې د حكومت او خپل اړخ نه دوئي ته مباركي وركوم۔ وزیراعظم و??ئيل د هر يو حكومت ذمه واري وي چې هغه ژوند بچ كولو كښې د مرسته كوؤنكو دويانو بيعې قابو كښې ساتلو له خپل كردار ترسره كړي۔ پاكستان كښې د دويانو پېداواري لګښت مخ په زياتېدو دې چې ورسره بې وزله اولس نېغ په نېغه ځپلې كېږي۔ ده ووئيل حكومت يو اړخ ته بې وزله وګړو ته تحفظ وركوي او بل اړخ ته دا خبره باوري كوي چې صنعت دې مستحكم و?? او دا په پرېكړه كولو كښې تاخير سره مخ نه شي۔ ده ووئيل زه د خپلې ډلې ٬ د خ??ان?? وفاقي وزير اسحاق ډار ٬ د روغتيا وزير ٬ د تجارت وزير او د صنعت او پېداوار وزير مننه كوم كومو چې د فارما انډسټري اړوندو ذمه وار چارواكو سره د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كړې۔ مونږ دلته تقرير لپاره نه بلكې ستاسو د هڅو ستائنه كولو له راجمع شوي يؤ۔ ده ووئيل زه چې كله د پنجاب وزيراعلی ووم نو ما سركاري روغتونونو له د دويانو د اخستو حوالې سره پالېسي وضعه كړه٬ د 7 ٬ 8 روپو دويانې مې په سپېځلي توګه واخستې۔ د دې سېمپلې مې بېلو لېبا??ټر??و څخه ټېسټ كړې او بيا مې بهر لېبا??ټر??و څخه ټېسټ كړې نو دې كښې زيات فرق رامخې ته شو ځكه مو پنجاب كښې نوې لېبارټرۍ جوړې كړې۔ ده ووئيل د دې لېبا??ټر??و په جوړولو كښې د فارما انډسټري مهم كردار وو۔ د آئي اېم اېف ??ونډې په اړه ده ووئيل پاك پروردګار دے وكړي چې زمونږ د پروګرام منظوري وركړې شي۔ ده ووئيل د خ??ان?? وزير او د ده د ډلې د هڅو په نتيجه كښې آئي اېم اېف ??ره لوظنامه وشوه۔ ده ووئيل تېره ورځ دوه اربه ډالره د پاك پوځ د نوي سرلښكر د هڅو په نتيجه كښې ترلاسه شول۔ده انډسټري ته ووئيل چې هغه دې بې وزله وګړو لپاره ژوند بچ كولو كښې د مرسته كوؤنكو دويانو د بيعو خيال وساتي ، حكومت به ستاسو غوښتنې ترسره كوي۔ ده ووئيل د فارما د صنعت په غوښتنه فوري كمېټي جوړؤ او هڅه كوؤ چې په دوه اونيو كښې ټولې جائزې مطالبې ترسره كړې شي۔
حكومت د فارما انډسټری بهترۍ او استحكام لپاره بشپړه هڅې كوي ٬ ژوند بچ كولو كښی مرسته كوؤنكو دويانو له به فعاله تګلاره جوړول وي٬ د وزيراعظم شهباز شريف پاكستان فارما سمټ او ايوارډز دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha