اسلام آباد 19اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د هاؤس بزنس ايډوائزري کمېټۍ غونډه پارليمنټ هاوس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ رواني غونډې په ايجنډه غور وشو۔د رواني غونډي په مهال د کورونا اېس او پيز په سختۍ سره عملي کولو باندې صلاح يوه شوه ۔کمېټۍ د غونډي په مهال د وزيټرز ګيلرو د بندو ساتلو پريكړه هم وشوه ۔۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د کورونا وباء ترمخه په محدود شميره به پريس کارډ جاري كولې شي۔ کمېټۍ په غونډه كښې پريكړھ وكړه چې د رواني غونډي په مهال به د پوښتنو دمه وي ، دپام راګرځوني نوټس به اخستلے كېږي او اولسي ګټې لپاره قانون سازي به کولې شي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو پرويز خټك ،شفقت محمود، غلام سرور خان، ډاکټر فهميده مرزا، ډاکټر شيريں مزاري، وزير مملكت علي محمد خان، د وزيراعظم صلاحكار او چيف ويپ ملك عامر ډوګر، خالد حسين مګسي، سيد نويد قمر، سيد غلام مصطفي شاه، آغا حسن بلوچ او محمد اسلم بھوتاني ګډون كولو
د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر په مشرۍ كښې د هاؤس بزنس ايډوائزري کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena