اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پاكستان سټېټ بېنك د ذيلي ادارې نېشن انسټي ټيوټ آف فنانس (نباف) او د خارجه وزارت لخوا آسيان غړو هېوادونو لپاره د “نوې رامخې ته كېدونكې منډيو كښې د ډيجيټل ادائيګو منظرنامه او مالي شموليت” په سرخط د تربيې پنځه ورځنۍ پروګرام وكړے شو كوم چې د اتم نه تر دولسم مئي كال 2023 روان پاتے شو چې پكښې د کمبوډيا، انډونيزيا، لاؤ پي ډي آر، ماليزيا، تھائي لېنډ، وېت نام، آسيان سيکټرېټ او پاكستان سره تعلق لرونكو 24 اهلكارو ګډون وكړو۔ د آسيان غړو هېوادونو د مركزي بېنكونو اهكلارو لپاره وضعه كړې شوې په دې پروګرام كښې د ډيجيټل نظام د ادائيګۍ انفراسټرکچر او په پاکستان كښې د دې په بنيادي برخو رڼا واچولې شوه٬د دې نه علاوه ډيجيټل مالي خدمات جمهوري جوړولو لپاره د سټېټ بېنك په كليدي كردار غور هم وشو۔ په پروګرام كښې ګډون كوٶنكو په سنټرل بېنك ډيجيټل کرنسۍ، کرپټو کرنسۍ، فِن ټيك ادارو او په رامخې ته شوې منډيو كښې د انترپرينيورشپ ثقافت سره په اړوندو خپلو تجربو هم بحث وكړو۔ د پروګرام په پايې كښې ګډون كوٶنكو په دې خبره زور رواړو چې په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د غربت كمي او معاشي نمو زياتولو لپاره مالي شموليت د يو كليدي معاون حېثيت لري
د پاكستان سټېټ بېنك او خارجه وزارت لخوا آسيان غړو هېوادونو لپاره د تربيې پروګرام
مضمون کا ماخذ : loteria estadual