اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي موجوده حكومت د سېلګرو لپاره په هېواد كښې د نوو سېلګرۍ ځايونو لټولو منصوبه جوړه كړې٬د سېلګرو لپاره موقعې پېدا كولو لپاره د 10 نه تر 15 نوو سېلګرۍ ځايونو لټولو ته ضرورت دے۔نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په مري كښې د څو لسيزو نه پس رېكارډ واوره ورېدلې چې له امله يې چېلنجنګ صورتحال راپېدا شور خو موجوده حكومت به په سباؤن كښې د سېلګرو لپاره مناسب انظامات باوري كوي۔شېخ رشيد احمد ووئيل د مري صورتحال په باقاعدګۍ سره جاج اخستلے كېږي او ډېر زر به ټولې لارې كليئر كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د اپوزېشن په غېر ذمه واره رويه تنقيد كولو كښې ووئيل اپوزېشن حكومت سره د مرستې په ځاې د مري په پېښه سياست كوي
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر