نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار بیجنګ كښې د چین ایګزیكټو نائب وزیراعظم ډنګ زوكسیان سره ملاقات، سی پیك، تجارت ، اقتصادی مرستې ، او د سرمایه كارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه


بیجنګ 15 مئی (اے پي پي) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ بیجنګ كښې د چین ایګزیكټو نائب وزیراعظم ډنګ زوكسیان سره ملاقات كړے۔ خارجه دفتر له مخې ملاقات كښې د دواړه اړخه اعلیٰ چارواكي موجود وو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير سږ كال په 26 مارچ په شانګله بريد د چین ایګزیكټو نائب وزیراعظم سره غمرازي ښكاره كړه او مجرمان انجام ته رسولو له ئې باور وركړو او د مړو شوو چینائي كاركنانو خذمات ئې وستائل۔دواړو لارښودو د سی پیك دويم پړاؤ ، تجارت، اقتصادی مرستې او سرمایه كارۍ پشمول د دوه اړخيزه اړيكو په بيلو اړخونو د خيالاتو څركندونه وكړه۔ده د خنجراب بارډر كراسنګ د لارې رابطې او د ویزا آسان نظام په اړھ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د مرستې په ټولو څانګو كښې ئې د پاك چین اړيكو د زيات شوي رفتار په برقرار ساتلو او پاك چین ملګرتيا لا قوي كولو ته اتفاق وكړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د توان او انفراسټركچر په اړه د سی پیك د پیشرفت جاج واغست۔ ده د صنعت، زراعت او معدنی پرمختګ په څانګو كښې د د سي پيك دويم پړاؤ ترمخه په ګټه ور پرمختګ د باور څرګندونه وكړه۔ د چین نائب وزیراعظم ډنګ ذوكسیان د معیشت، تجارت او سرمایه كارۍ پشمول د مرستې په ټولو څانګو كښې د پاكستان لپاره د چین د مرستې پخلے وكړو او شريكې سوكالۍ او پرمختګ لپاره ئې د سی پیك په منصوبو تندۍ سره د عمل درآمد اهمیت رامخې ته كړو۔