اسلام آباد۔24 اګست (اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي چې متحدہ عرب امارات د پاکستان پياوړے او د قدر وړ همكار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې به په راتلونكو وختونو كښې لا مضبوطې شي٬ پاكستان او نړۍ څخه د پوليو ختمولو عزم لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده متحدہ عرب امارات سفیر حماد عبید ابراهیمی الزابی سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا سېكتر افتخار شلواني هم موجود وو۔ په دې مهال ډاكټر نديم جان ووئيل متحدہ عرب امارات د پاکستان پياوړے او د قدر وړ همكار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې به په راتلونكو وختونو كښې لا مضبوطې شي ۔ ده ووئيل پاكستان او نړۍ څخه د پوليو ختمولو عزم لرؤ٬ د روان كال تر پايې د وائرس خپرېدو مخنيوې كول غواړم او دې لپاره بشپړه تګلاره وضعه كړې شوې ده۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو له د خپلو هڅو لويه برخه وقف كوم۔ په دې موقعه د متحده عب امارات سفير د روغتيا وفاقي وزير په توګه د ډاكټر نديم جان د تعينات كېدو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د ټاپ هېلتھ اېکسپرټ د روغتيا وفاقي وزير په حېث تعينات كېدل خوشبين دي۔ په نړيواله كچه د شهرت لرونكي پبلک هېلتھ اېکسپرټ تجربو او ويژن سره به په يقيني توګه د روغتيا څانګه كښې بهتري رامخې ته شي۔ سفير ووئيل ستاسو بشپړه تګلارې سره به پوليو څخه خلاصي كښې كه پاك پروردګار ته منظور وي مرسته ترلاسه شي۔ سفیر د متحدہ عرب امارت د روغتيا وزير او د خاص استازي لخوا ډاكټر نديم جان ته دعوت نامه وړاندې كړه كومه چې د موسمياتي بدلون حوالې سره كېدونكي راروان 28 م كنفرنس ( کوپ28) كښې د ګډون په اړه ده۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات مشرتابه د پاكستاني اولس خذمت سره اړوندو منصوبو كښې خوښي لري۔ د روغتيا په څانګه كښې به د همكارۍ امكانات لټولې شي۔ د روغتيا وزير او اماراتي سفير د روان كال پوليو نړيواله ورځ 24 اکتوبر 2023 په غوره ډول لمانځلو كښې خوښي ښكاره كړه۔
د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان سره د متحده عرب امارات سفير حماد ابراهيمي الزابي ملاقات
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا