اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د سري لنكا آل سائكلون جمعيت العلما﴿كونسل آف اسلامي مذهبي سكالرز﴾ د سيالكوټ پېښې په اړه د پاكستاني علما كرامو ستائنه كولو سره د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په نوم خط ليكلے دے. د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د سري لنكا آل سائكلون جمعيت العلما﴿كونسل آف اسلامي مذهبي سكالرز﴾ لخوا د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په نوم خط كښې د سيالكوټ پېښې په غندنه كولو د پاكستان د ټولو علماكرامو او مذهبي مشرانو مننه شوې ده.
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر