قطري وزير مملكت ډاكټر محمد بن عبد العزيز الخليفي ته خارجه وزارت كښې دوهم وزير اعظم اسحاق ډار هركلے ووے


اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د قطر د خارجه چارو وزير مملكت ډاكتر محمد بن عبد العزيز الخليفي خارجه وزارت ته راورسيد۔ خارجه وزارت ته په رارسېدو دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د قطر وزير مملكت ته هركلے ووے۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قطر د خارجه چارو وزير مملكت د وزيراعظم او خارجه وزير د خصوصي استازي په توګه د پاكستان دوره كوي۔ د قطري وزير مملكت او دوهم وزيراعظم اسحاق ډار ترمينځه به باضابطه مذاكرات هم كيږي۔ دا خبره دې ياده وي چې د پاكستان او قطر ترمينځه د اوږدې مودې او په پراخا بنيادونو اډانه اړيكې دي۔