اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان او چين تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ??و د شريكې ګټې په چارو يې د يو بل پياوړی ملاتړ كړے دے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ددې خيالاتو څرګندونه د چين ناظم الامور پانګ چنكسو سره په خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔وزيراعظم ده ته د كميونسټ پارټي آف چائنه 102مې سالګرې مباركي وركړه ??و د كميونسټ ګوند د مشرتابه لخوا يۍ د پاكستان د يو والي٬ سلامتيا او اقتصادي پرمختګ ملاتړ كولو مننه وكړه۔د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيانګ سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو سره وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو پياوړې كولو له د چين د مشرتابه كلك عزم ستائنه وكړه۔ پاكستان لپاره د چين د حكومت لخوا د نيكو هيلو ??و د مرستې ذكر كولو سره د چين ناظم الامور په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د چين د باور وړ او په زړه پورے دوست هېواد دے۔ د?? ووئيل د چين حكومت ??و د كميونسټ ګوند په خارجه پالېسۍ كښې پاكستان خاص مقام لري او مونږ په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته لا ??ده وركول غواړو۔د ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټي?? R20;جي ډي آئي” د اعلٰی كچې فورم كښې په ورچوئل ګډون د وزيراعظم مننه كولو سره د چين ناظم الامور د دواړو هېوادونو د مشرتابه د وژن له مخې په پاكستان كښې د جي ډي آئي په منصوبو عملدرآمد لپاره د چين د عزم څرګندونه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې سي پېك بېلټ اينډ روډ انيشيټو يوه مهمه منصوبه ده ??و د چين مشرتابه به په دې منصوبه عملدرآمد لپاره د پاكستاني حكومت د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ده د دې خبرې پخلې وكړو چې چين پاكستان يو مهم اقتصادي همكار ګڼي ??و د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ او مالي استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين ناظم الامور پانګ چنكسو ملاقات
Super golf course online entertainment website
مضمون کا ماخذ : números dupla sena