اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې پېمرا (بدلون) بل د خبريالانو او د ور??نګ جرنلسټس بل دے، د دې په تيارۍ كښې پي اېف يو جے، سي پي اېن اي، پي بي ا?? او د اېمنډ پشمول ټولو شراكتدارو سره مشاورت شوې٬ په كوم قانون كښې چې د ملازمينو د حقونو تحفظ نه وي ھغه قانون بشپړ نه وي٬ د بده مرغه ځينې كسانو د پېمرا بدلون بل “بلېك لاء” ګرځولے٬ خبريالانو او ميډيا وركرز ته پېرزوئنې وړاندې كوم چې خپلو حقونو لپاره ودرېدلي۔ د شورو په ور?? په پارلمان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزېرې ووئيل چې د پېمرا (بدلون) بل په تيارۍ كښې پي اېف يو جے، سي پي اېن اي، پي بي ا?? او د اېمنډ پشمول ټولو شراكتدارو سره مشاورت شامل وو، په دې بل كښې لوے بدلون د رائيو د اظهار پحقله د آرټيکل 19 او د مس انفارميشن، ډس انفارمېشن د تعريف شموليت ٶ،په بدلون بل كښې د پېمرا د چيئرمېن اختيارات كم كړې شوي۔ دې ووئيل ما د ميډيا ستونزې نزدې نه ليدلے دي، ور??نګ جرنلسټس او ميډيا ور??رز په سخته وضعه كښې خپلو ادارو لپاره كار كوي٬ د ميډيا ور??رز او خبريالانو تنخاګانو ته په دې بل كښې تحفظ وركړې شوې٬ كومې ادارې چې خبريالانو او ميډيا ور??رز ته په دوه مياشتو كښې واجبات نه وركول ھغوي ته به د پاكستان ??كو??ت بزنس نه وركوي او خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د لږ نه لږ ا??رت په قانون عملدرآمد په دې بل كښې با??ري كړې شوې دې۔ دې ووئيل نيوز پيپرايمپلائيز لپاره آئي ټي اېن اي پليټ فارم موجود ٶ خو ميډيا ور??رز لپاره داسې كوم پلېټ فارم نه ٶ چرته چې د دوي اپيل واورېدې شي٬ دې مقصد لپاره پېمرا اتھارټۍ كښې کونسل آف کمپلينټس جوړول شامل كړې شوي او په دې كښې ميډيا ور??رز، خبريالانو او مالكانو ته نمائندي وركړې شوې او د دوي د پرېكړې په ضد د اپيل حق هم وركړې شوې۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ وزيراعظم خبريالانو او ميډيا ور??رز لپاره هېلتھ انشورنس کارډ اجراء كړې، د دې نه علاوه كوم خبريالان او ور??نګ جرنلسټس چې د وظيفې په مهال پحق ورسي ھغوي لپاره وزيراعظم د خاص فنډ جوړولو اعلان كړې٬ دې فنډ څخه به ځپليو كورنيو ته 40 لكه روپۍ ادا كولې شي۔ دې ووئيل د قانون سازۍ عمل جاري پاتې كېدل پكار دي٬ په دې كښې كه د نورې بهترۍ ګنجائش وي نو كوٶ به٬ هر كال د پېمرا په قانون كښې بدلون پكار دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل په تېر دور كښې د پارلمان ميډيا کارنر فاشسټ ??كو??ت بند كړې ٶ٬ مونږ به د پارلمان نه بهر پرېس كنفرنسونه كول۔ دې ووئيل خبريالانو ته هم دا وايم چې خپلو حقونو لپاره هم دغسې يو موټې اوسۍ
كوم قانون چې د ملازمينو د حقونو تحفظ نه لري بشپړ نه وي ٬ د بده مرغه ځينې كسانو د پېمرا بدلون بل “بلېك لاء” ګرځولے٬ خپلو حقونو له په اودرېدو خبريالانو او ميډيا وركرز ته پېرزوئنې وړاندې كوم ٬ وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
Hood vs Wolfe Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ