اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د المان چانسلرې ډاکټر انجیلا مرکل سره ټېلېفوني تماس نيولې او دې سره ئې مقبوضه جموں و کشمیر كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صو??تحال د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم دې ته ووئيل هندي ګامونه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په ضد دي۔ د تېلېفوني تماس په مهال وزيرعظم هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخت صو??تحال ٬ منطقه كښې لاك ډاؤن ٬ د هر ډول مواصلاتي رابطو منقطع كولو او د خوراك او داروګانو كمبوت رامخې ته كړو۔ وزیراعظم ووئيل د هند د زور ظلم او زياتي ګامونو سره د كشميري اولس ژوند ته په لويه كچه د زيان رسېدو اندېښنه ده ٬ د كومې چې بايد مخنيوي وكړې شي۔ ده د المان چانسلره د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام ګرځولو له د جعلي فلېګ آپرېشن ډرامه كولو يا پ?? لائن آف كنټرول د كومې كارروائۍ كېدو په اړه خ??لې اندېښنې څخه هم خبر كړه ۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې هندي ګامونو سره د منطقې امن ته سختې خطرې پېښې شوي او نړيواله ورورولي بايد په دې اړه په سمدستي توګه خ??لې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په دې ??هال الماني چانسلرې ووئيل المان د صو??تحال ژوره مشاهده كوي۔ دې ??ه تاؤ تريخوالي كښې د كمي او د مسئلو په سولييزه ډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه لارښود منطقه كښې امن او استحكام لپاره د كار روانه ساتلو ته صلا شول
د وزیراعظم عمران خان د المان چانسلرې ډاكټر انجيلا مركل سره تېلېفوني تماس
مضمون کا ماخذ : گرم گرم