اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د مسلم ليګ( ن) او اتحادي ګوندونو اميدوار سردار اياز ??اد?? د 199 ووټونو په ترلاسه كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر ټاكلے شوے٬ موده ترسره كونكې سپيكر راجه پروېز اشرف نوي ټاكلي سپيكر څخه سوګند واغست ٬ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غٶنډه كښې د نوي سپيكر انتخاب لپاره پولنګ وشو۔ د پولنګ عمل 11 بجو نه د جمعې د مونځ نه وروستو هم جاري ٶ او د دې نه پس د قامي اسمبلۍ سېكرټري نورې عملې سره د پولنګ اېجنټس په موجودګۍ كښې شمېره وكړه٬ په مجموعي توګه 291 ووټ كاسټ شول چې پكښې يو ووټ م??ترد شو٬ دغسې سردار اياز ??اد?? 199 ووټونه ترلاسه كړل او د ده په مقابل كښې د سني اتحاد كونسل عامر ډوګر 91 ووټونه ترلاسه كړل ۔ د شمېرې نه وروستو اتحادي ګوندونو سردار اياز ??اد?? له مباركي وركړه٬ د دې نه پس نوې ټاكلي سپيکر سردار اياز ??اد?? د سني اتحاد کونسل كانديد ملک عامر ډوګر چوكۍ له لاړ او جمهوري عمل كښې په برخه جوړېدو ئې د هغه مننه وكړه ۔ اياز ??اد?? د قامي اسمبلۍ 22م سپيكر ټاكلے شوے څوك چې د دې نه وړاندې د كال 2013 نه تر كال 2018 هم د قامي اسمبلۍ سپيكر پاتې شوے ۔
د مسلم ليګ (ن) او اتحادي ګوندونو اميدوار سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ 22م سپيكر وټاكلے شو
Sun of Egypt Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم