اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي په معيشت سياست نه دي كول پكار٬دمعاشي اس??حك??م لپاره ټولو له خپل كردار ادا كول پكار دي٬ معاشي اشاريې ښه والي پلو روانې دي٬معيشت ښه او ګراني كمېږي٬اسټاك ايكسچېنج ??ښې مثبت رجحان دے٬د قامي ايئر لائن كلنه خساره 80 اربه روپۍ ده٬د دې د نجكارۍ لړۍ مخ په وړاندې روانه ده۔ده د زيارت په ورځ د وزيراعظم ??احولياتي بدلون كوآرډينېټرې رومينه خورشيد عالم سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف نن د كابينې په غونډه ??ښې په مثبت معاشي اشاريو تفصيلي رڼا واچوله ۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ د 16 مياشتو په حكومت ??ښې د معيشت د اس??حك??م بنياد اېښودے ؤ٬هېواد مو د ډيفالټ څخه بچ كړے۔د وزيراعظم ??ه هلو ځلو آئي اېم اېف سره خبرې اترې وشوې او د دغې خبرو په نتيجه ??ښې سټينډ بائي ايګريمنټ وشو د كوم ميوې چې نن د روپۍ په قدر ??ښې د اس??حك??م او ايكسچېنج ريټ ??ښې د بهترۍ په صورت ليدې شي۔ده ووئيل د تېرو 16 مياشتو په مهال زمونږ برآمد كونكي ډېرو ستونزو سره مخ وو٬??وي به بهرنيو هېوادونو ته د ډالر ېيعې تر مخه آرډر ليږلو ۔وفاقي وزير ووئيل د معيشت په اړه مونږ ډېرو ستونزو سره مخ شوي يو٬اوس په معيشت ??ښې ښه والے راروان دے۔ده ووئيل چې كله په معيشت ??ښې د اس??حك??م خبرونه راغلل٬سټاك ايكسچېنج ??ښې ځانګړې تندي وليدلې شوه ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل بلومبرګ يوه ښه شهرت لرونكې نړيواله مالياتي جريده ده چا چې په پاكستان ??ښې د ګرانۍ شرح كمولو پيشګوئي كړې ده۔وفاقي وزير ووئيل د پي آئي اے د نجكارۍ په اړه ميډيا اولس د ټول حقائق څخه خبر كړے٬ په دې د هغوي مننه كوم۔ده ووئيل د پي آئي اے كلنه خساره 80 اربه روپۍ ده كومه چې غريب اولس له برداشت كول وي۔ده ووئيل د پي آئي اے نجكارۍ څخه به مونږ ته ريونيو هم ترلاسه شي او د خسارې بوج به د سركاري خزانې څخه ختم شي۔ده ووئيل زما تل هم دا استدعا وه چې مونږ معاشي اس??حك??م لپاره سياسي اس??حك??م پلو لاړ شو۔ده ووئيل په نننې كابينه غونډه ??ښې د معيشت په اړه هم خبره وشوه او هيله څرګنده كړې شوه چې د آئي اېم اېف بورډ منظورۍ نه پس به وړومبۍ ادائيګي هم به دې مياشت ??ښې بشپړه شي۔ده ووئيل كه مثبت اشاريې او رجحانات مخ په وړاندې بوځو نو شرح نمو ??ښې به اضافه وشي۔ده ووئيل د وزيراعظم ??حمد شهباز شريف په ذاتي هڅو د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن كېږي۔ده ووئيل چې هېواد وي نو سياست به وي٬هېواد شته نو سياستمدار شته ځكه مونږ معيشت د سياست ښكار كوو نه ۔ده ووئيل د معاشي اس??حك??م لپاره ټولو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔وفاقي وزير ووئيل څو وارې داسې خبرونه راشي كوم څخه چې په معيشت منفي اثرات پريوځي٬مېډيا ته خواست دے چې دا دغسې خبرونو تصديق ضرور كوي ۔د اطلاعات وزارت دروازې د هغوي لپاره تل پرانستې دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم ??اك چين ملګرتيا ته ډېر اهميت وركوي٬ما د بشام ??ېښې نه پس داسو ته په تللو چينائي انجينئرز سره ملاقات وكړو او هغوي سره مو د يووالي څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل د معيشت ښه والي او قومي مفاد لپاره ټول قوم يو دے۔ده ووئيل مونږ له امېد ساتل پكار دے ٬د امېد څخه ډېرې مسئلې حل كېږي او د دغه اميد نامه شهباز شريف دے چا چې په تېر دور كې هم كاركردګي ښودلې وه۔ ده ووئېل شهباز شريف د نواز شريف په مشرۍ ??ښې په دولس نيمو كلونو ??ښې د پنجاب نقشه بدله كړې ٬وزيراعظم د هېواد ښه والي لپاره شپه ورځ كار كوي٬مريم نواز په پنجاب ??ښې په ښه ډول خپل كار كوي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ له د چېلنجونو مخ نيوي لپاره لا حكمت عملي جوړول وي۔ده ووئيل نن يو ګوند د ګرينډ الائنس اعلان وكړو ٬په دې الائنس ??ښې پاتې نور كوم ګوندونه شامل دي٬د هغوي نومونه نه دي ښودلې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د بشری بي بي معالج نن د بشری بي بي صحت د تسلۍ وړ ګرځولے كوم چې خوشبينه دے۔ده ووئيل انشاﺀالله د وزيراعظم ??حمد شهباز شريف په مشرۍ ??ښې به د هېواد ټولې مسئلې حل كړی شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل د سپورټس باډيز مسئلې به حل كولې شي٬د پاكستان هاكي فېډرېشن په اړه كمېټۍ جوړېږي۔پاك ايران ګيس پاِئپ لائن پروژې په اړه ده ووئيل نن د كابينې په غونډه ??ښې په دې اړه خبرې نه دي شوې۔د اے پي پي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل په اے پي پي ??ښې د اوسنۍ رامخې ته شوې پېښې پلټنو لپاره كمېټي جوړه كړې شوې۔د اطلاعات وزارت سينئر افسران د پیښې پلټنې كوي۔وفاقي وزير ووئيل د انكوائرۍ كمېټۍ په سفارشات به عمل كولې شي۔د ميډيا وركرز او رپورټرز مسئلو په اړه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل زه به سبا د كراچۍ دوره كوم چرته به چې زه د پي بي اے او اے پي اېن اېس غړو سره ملاقاتونه كوم۔د والټن هوائي مېدان لوظ نامې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د والټن هوائي مېدان په اړه لوظ نامه د عمران خان په دور ??ښې شوې وه٬هلته سړكونه جوړ كړے شوي ٬پرمختيائي كارونه هم شوي ٬عمران خان د دغې زمكې لوظ نامه كړې۔مونږ په هېواد ??ښې د سرمايه كارو اعتماد ته زيان نه شو رسولې۔مونږ دغې لوظ نامو ته ګورو چې په دې ??ښې داسې كوم څيز دے چې هغه سمېدې شي۔
په معيشت سياست نه دي كول پكار٬معاشي اشاريې ښه والي پلو روانې دي٬معيشت ښه او ګراني كمېږي٬اسټاك ايكسچېنج كښې مثبت رجحان دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ پرېس كنفرنس
Phoenix Nirvana Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری