اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او سعودي ترمېنځه د ورورولۍ زړې اړيكې قائم دي كومې چې په لسيزو محيط دي٬ پاكستان خوش بخته دے چې د سعودي غوندې خېرخواه دوست لري ٬ هيله ??رو چې د پاكستان دوره كونكې د سعودي پلاوي سره به د پاکستاني کاروباري شخصيات ملاقاتونه ګټور وګرځي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له ??خې ده دا خبرې د سعودي عرب پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او منصوبو د پېشرفت پحقله د لوړې كچې د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو جام کمال خان، محمد اورنګزېب، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، را??ا تنوير حسېن، ډاکټر مصدق ملک، عبدالعليم خان، سردار اويس خان لغاري، دوهمې وزېري شزه فاطمه خواجه، خاص مرستيال طارق فاطمي، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمين جهانزيب خان د وزيراعظم کوارډينيټر را??ا احسان افضل، د اېس آئي اېف سي قامي کوارډينيټر ليفټين??ټ جنرل سرفراز او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ د سعودي كاروباري پلاوي راتګ٬ په متوقع څانګو كښې د سرمايه كارۍ په اړه خبر كړے شو
Perseus Quest Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر