اسلام آ??اد 06مئی(اے پي پي) د قومي ا??ئر لائن پي آئي اے حج څخه وړاندې آپرېشن به د رو??نې مئي مياشتې 9 مې نېټې څخه د جون مياشتې تر 10 مې نېټه روان وي٬ا??ئر لائن انتظاميې انتظامات بشپړ كړي٬د پي آئي اے انتظاميې له مخې په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د ابتدائي منصوبه بندۍ له مخې پي آئي اے به نزدې 34 زره حج كونكي د 170 پروازونو د لارې حجاز مقدس ته رسوي٬ 19 زره حج كونكي به د سركاري حج سكيم او 15 زره به د پرائيوټ سكيم لاندې د پي آئي اے د لارې سفر كوي۔ سږ كال به پي آئي اے د پاكستان له 8 ښارونو پ??مول د اسلام آ??اد٬ كراچۍ٬لاهور٬ پېښور٬ ملتان٬ كوئټه ٬سيالكوټ او سكهر څخه جده او مدين?? لپاره نېغ په نېغه پروازونه آپرېټ كوي۔دې سره سره سږ كال به روډ ټو مكه منصوبه په اسلام آ??اد او كراچي هوائي اډه هم عملي كولې شي٬ د روډ ټو مكه د لارې به حج كونكي خپل سعودي اميګرېشن پاكستان كښې كوي چې ورسره به په جده يا مدينه منوره كښې حاجيان صاحبان اميګرېشن لپاره اوږدو قطارونو څخه بچ شي۔ پي آئي اے د حاجيانو خبرتيا لپاره يوه هدايت نامه هم جاري كړې ده چې پكښې د نسک ایپلیکیشن پشمول د ضروري هداياتو تفصيلي ذكر موجود دے۔ حاجيان صاحبان دې د ټكټ جوړولو په وخت د خپل موبائل فون نمبرز اندراج ضرور وكړۍ دغسې چې هغوي ته د هغوي د پرواز په اړه په وخت معلومات ترلاسه وي٬ټولو حج كونكو ته استدعا شوې چې هغوي دې د حج مناسك ادا كولو په مهال د پاكستان سلامتيا او پ??مختګ لپاره دعاګ??نې وكړي
پي آئي اے حج آپريشن اعلان كړو ٬وړومبې حج پرواز به د مئي په 9مه نيټه روانيږي
Gem Salvation Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ