اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د بيلاروس صدر به وزيراعظم شهباز شريف سره د تفاهم په يو شمېر ياښتونو (اېم او يوز) لاسليك لپاره په اكتوبر ??ښې د پاكستان دوره كوي?? د ??جارت وزارت اعلاميه له مخې دا اعلان د بيلاروس د خارجه چارو فرسټ ډپټي منسټر سرګئۍ لوکاشيوچ د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د ملاقات په مهال وكړو۔ د ملاقات په مهال پاكستان ??ښې د بېلاروس سفير آندرے ميټيليسا، د تجارت سيکرټري احسن علي منګي او نورو چارواك?? سره سره سفارتكار هم موجود وو۔ لوکاشیوچ د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو لپاره د ستمبر په نيمه ??ښې د مشتركه تجارتي كمېشن د غونډې هم اعلان وكړو٬جام کمال خان د ټریکټر مینوفیکچرنګ او په زرعي مشینرۍ كښئ د بېلاروس د پرمختګ ستائنه وكړه۔ ده د هېواد او په نړيواله كچه د كاروباري ورورولۍ باور پېدا كولو لپاره د وزیراعظم شهباز شریف نوے انداز رامخې ته كړو۔ لوکاشیوچ ووئيل په جولائي ??ښې به 35 پاكستاني سوداګر خوراك او د زراعت نندارتون لپاره د بېلاروس دوره كوي۔ وفاقی وزیر د سروس ټائر کمپنۍ چین څخه پاکستان ته د منتقل كېدو حواله وركول?? سره په پاكستان ??ښې د سرمايه كارو راغب كولو په موقعو زور رواړو٬ ده د ماليزيا او خلیجي هېوادونو لخوا پرله پسې د پاکستان حلال جیلیټن او د غوښې په صنعتونو ??ښې د خوښې زكر هم وكړو۔ وفاقي وزير جام کمال ووئيل د چين اي وېز (الېكټرك ګاډي) جوړونكې كمپني ځائي پاور کمپنۍ سره د مشتركه منصوبې د لارې د پاکستان په مارکیټ ??ښې داخلېږي٬ ده پاكستان ??ښې په سرمايه كارۍ ??ښې د موبائل فون مینوفیکچررز او د فوډ ان??سټریز د زياتې شوې خوښۍ هم ذكر وكړو۔ د يادونې وړ ده دا ملاقات د پاکستان او بیلاروس ترمېنځه داقتصادی اړيكو قوي كول?? پلو يو مهم ګام دے ٬ دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو ??ښې د نتيجې وړ مرستې له خوښي لري۔
د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د بيلاروس د خارجه چارو فرسټ ډپټي منسټر وليدل
PT Electronic Integrity Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز