اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې د كوټلي اقتصادي نمو لپاره ګامونه پورته كوي٬ د آئي اېم اېف پروګرام د بشپړولو عزم لرو۔ ده دا خبرې په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوالي مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك اعليٰ عهدېدارو او ګڼ اړخيزه شراكتدار سره په ملاقات كښې كړې۔ د خزانې وزير په واشنګټن ډي سي كښې د آئي اېم اېف د ډپټي منيجنګ ډائريکټر اينټونيټ سائيه سره ملاقات كړې۔ د خزانې وزير ھغه پاكستان كښې د غېر معمولي سېلاب څخه د شوي زيانونو او معيشت مستحكمولو او بحالۍ لپاره ?? پاكستان حكومت د وژن نه خبر كړو٬ د آئي اېم اېف ډپټي منيجنګ ډائريکټر د حکومتي پاليسو ستائنه وكړه او د ادارې له خوا پاكستان سره د مرستې جاري س??تل?? باور وركړو۔د خزانې وزير اسحق ډار د ډوئچے بېنك او جے پي مورګن سره د خپل پلاوي د ملاقات په مهال د معيشت مستحكم كولو سره سره سېلاب ځپليو ته ريليف وركولو لپاره د حكومت د وژن وضاحت كړې او دا باور ئ وركړو چې ?? پاكستان حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بشپړولو له لوظي دې۔ پلاوي رېټنګ اېجنسو سره هم ملاقاتونه كړي او د كلنو غونډو په مهال ئې په يو شمېر دستورو كښې ګډون كړې۔ ?? پاکستان پلاوي په پاكستان هاٶس كښې د ?? پاكستان پېشه وارو كسانو يو متنوع ګروپ سره هم ملاات كړې چې پكښې نوموړي كاروباري شخصيات٬ ټيك انټرپرينيورز او نور شامل وو۔ د يادونې وړ ده چې د خزانې وزير په واشنګټن ډي سي كښې د آئي اېم اېف/ ورلډ بېنك د كال 2022 په كلنو غونډو كښې ?? پاكستان د پلاوي مشري كوي٬ د پلاوي په نورو غړو كښې وفاقي وزير سردار اياز صادق، د خزانې وزير مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا، ?? پاكستان سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د خزانې سېکتر حميد يعقوب شېخ، ډاکټر کاظم احمد سره سره د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نياز او د فنانس ډويژن سېكتر علي طاهر هم شامل دي
حکومت په هېواد كښې كوټلي اقتصادي نمو لپاره ګامونه پورته كوي٬ د آئي اېم اېف پروګرام د بشپړولو عزم لرو۔ د خزانې وزير اسحق ډار
Crazy Pinball Online Game
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج