استنبول 25 نومبر (ا?? پي پي) وزير??عظ?? محمد شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان ??ره د جمعې په ورځ پاك بحريه لپاره په څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښې د درېمې ??ېړ?? پي اېن اېس خېبر شاملولو پرانسته وكړه كومه چې د پاك تركيه په ستراتېژك پارټنرشپ كښې مهم سنګ ميل دے۔ وزير??عظ?? محمد شهباز شريف په دې موقع ووئيل د پاکستان ??و ترکيه ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي٬ دواړو هېوادونو په ګډه د پرمختګ سفر جاري ساتلے۔ وزير??عظ?? محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره تللے٬ په استنبول شپ يارډ كښې د پي اېن اېس خېبر لانچنګ دستوره كښې وفاقي وزيران مريم اورنګزېب، سيد نويد قمر او اسرار ترين هم موجود وو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږولے شول او شپ يارډ ته په رسېدو وزير??عظ?? محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ وزير??عظ?? محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د دوېم كور تركيه په دوېم ځل دوره كولو خوشحاله شوے يم، نننۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تاريخي اړيكو كښې عظيمه ورځ ده٬ دواړو هېوادونو په هره سخته كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ ترکيه په هر نړيوال فورم د پاكستان ملګريتا كړې۔ ده ووئيل صدر رجب طيب اردوان يو دور اندېش لارښود دے، د دوي په مشرۍ كښې تركيه جديد فلاحي رياست جوړ شوے۔ وزير??عظ?? ووئيل كه د امن سره اوسېدل غواړې نو بيا هم جنګ لپاره به ځان چمتو ساتل وي، نن نړۍ يو شمېر شخړو سره مخ ده٬ ده ووئيل د روسيه او يوكرائن ترمېنځه د غنمو د برآمد په لوظنامه كښې تركيه مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ غونډې پاكستان هم د توان كمي سره مخ دے٬ پاکستان ?? تجديد ور توان ??و د توان ??رزانو ذريعو لپاره اقدامات كوي۔ ده د تركيه سرمايه كارو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاكستان ??و تركيه له د تجديد وړ توان ??ريعو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي ٬ دواړو هېوادونه په آلودګۍ كښې كمي لپاره هم په ګډه كار كولې شي۔ وزير??عظ?? ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښې سخت سېلاب سره مخ ٶ، ترکيه د پاکستان ??شپړه مرسته كړې، ترکيه څخه 15 الوتكې د سامان ??ارسېدلې ٬ په ماضي كښې هم په هر سخت وخت كښې تركيه د پاكستان مرسته كړې، وزير??عظ?? شهباز شريف ووئېل پاکستان ??و تركيه به په ګډه د پرمختګ سفر دوامداره ساتي۔ په دې مهال وزير??عظ?? د ??ېړ?? په جوړولو كښې برخه اخستونكو ته هم پېزوئنې وړاندې كړې
وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د پي اېن اېس خېبر پرانسته وكړه
Medusa II APP game official website
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری