اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د مالديپ خپل هم منصب ډاكټر ابراهيم حسن د نهې په ورځ ملاقات كړے۔ رانا تنوير حسېن د ډاكټر حسن ابراهيم هركلي كولو سره ووئيل ??مهوریه مالديپ يو ورور مسلمان هېواد دے۔ رانا تنویر حسېن ووئيل پاكستان او مالديپ يو بل سره په مشتركه عقيده ٬ كلتور ٬ تاريخ ٬ دوه اړخيزه ګټه اډانه لرونكې اړيكې لري۔ رانا تنوير حسېن ته په بريفنګ كښې ووئيل ??ول مالدیپ نېشنل یونیورسټی د پاكستان نوموړو پوهنتونونو په كومو كښې چې لمز، نسټ، پی ایم اے اې?? او ایرډ اېګریکلچرل پوهنتون شامل دے سره تړون لري۔ تېره اوونۍ د مالدیپ نېشنل پوهنتون فېكلټي غړو اېګريكلچر پوهنتون (پېنډۍ) كښې د كركيلې په څانګه كښې خپله د??ه اونيزه تربيه بشپړه كړه۔ د جمهوریه مالدیپ وزیر ډاکټر ابراهیم حسن رانا تنویر حسېن ته ووئيل په مالديپ كښې د لوستې شرح 98 فیصده د?? كومه چې نړۍ كښې تر ټولو زياته د??۔ ده ووئيل ?? مالديب زده كوؤنكي (نزدې 30 فيصده) د پاكستان په ميډيكل پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ رانا تنویر حسین ووئيل ??واړو هېوادونو له به د فني او پېشه ورې تربيې په ل?? كښې همكاري زياتول وي۔ وفاقی وزیر ډاكټر ابراهيم حسن ته باور وركړو چې د مالديپ زده كوؤنكو لپاره به په ميډيكل او آرټس كالجونو كښې چوكۍ زياتولې شي۔
د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د مالديپ وزير ډاكټر ابراهيم حسن ملاقات
Pheasant APP download link
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم