اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د اګست په 9مه نيټه د ټائيګر فورس ډے لمانځلو تيارۍ په تندۍ سره جاري دي٬ د وزيراعظم عمران خان په امر په صوبائي كچه اقداماتو كښې تندي راوستلې شوې ده۔ په دې لړ كښې د ځوا??ان?? چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال سندھ كښې د ټائيګر فورس رضاكارو د فعاله كولو پرېكره شوه٬ د صوبائي حکومت د مرستې نه غېر به په صوبه كښې د ټائيګر فورس ??رځ لمانځلې شي او سندھ كښې به د ټائيګر فورس مشري ګورنرعمران اسماعيل كوي۔ په دې موقع عثمان ډار ووئيل د قامي ګټې په معامله د سندھ حكومت مرسته نه كول د افسوس وړ ده، د سندھ وزيراعليٰ ته مو خواست كړې ٶ چې معامله سياست سره مخ نه كړې۔ ده ووئيل د شجركارۍ د كمپ??ئن سخت ضرورت دا مهال د سندھ سيمو كښې دے٬ د ذاتي انا هټ دهرمۍ په ځائ پاكستان او راتلونكو نسلونو لپاره سوچ وكړۍ۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به د ټائيګر فورس رضاكار تنها ن?? پرېږدي٬ د وزيراعظم د وژن له مخې كلين ګرين پاكستان به لوے كمپ??ئن پېل كوٶ۔ د سندھ ګورنر په قامي كمپ??ئن كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔ عمران اسماعيل ووئيل د ځوا??ان?? رضا كارو بشپړه ډاډګيرنه به كوٶ او خپله به د ټائيګر فورس سره په شجركارۍ كمپ??ئن كښې برخه اخلو
د عثمان ډار د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز