اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان به (نن) د شورو په ورځ د اسلام آباد وګړو ته په چوكاټ دننه آسانۍ باوري كولو لپاره د سي ډي اے انتظاميې لخوا د جاري كړي جديد اېپ پرانسته كوي۔ ?? وزيراعظم په امر د اسلام آباد وګړو ته آسانۍ و??كول باوري كولو لپاره د سي ډي اے انتظاميې لخوا جديد اېپ معرفي كړې شوې چې باقاعده اجراء به ئې وزيراعظم عمران خان (نن) د شورو په ورځ كوي٬ د دې اېپ له مخې انفارمېشن ټېكنالوجي كارولو سره وګړو ته 43 بېلا بېلې ??سانۍ په آن لائن توګه وركولې ??ي۔ په دې سهولتونو كښې اي پوليسنګ، اېمرجنسي سروسز، ډوميسائل، شناختي کارډ، د زمكو فرد، د وسلې لائسنسونه، د ګاډو ريجسټرېشن، د ټوکن ټي??سز جمع كول، د زېږون او مړينې د سرټيفيکيټس اجراء او نور بېلا بېل سهولتونه شامل دي كوم چې د اسلام آباد اېډمنسټرېشن، نېشنل انفارميشن ټي??نالوجي بورډ اود نادرا د ګډې اشتراك سره وركولې ??ي۔ ?? اېپليکېشن مقصد وګړي په سركاري دفترو كښې په اوږدو قط??رونو طښې د اودرېدو او انتظار نه بچ كول دي
وزيرِ اعظم عمران خان به وګړو ته د ھغوي په چوكاټ دننه آسانۍ باوري كولو لپاره د موبائل اېپ (نن) پرانسته كوي
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری