اسلام آباد۔13 جون (اے پی پی) په وفاقي بجټ 25-2024 کښې خبريالانو او ميډيا ورکرز لپاره هېلتھ انشورنس سكيم بحال کړے شوے دے، د سکیم لاندې به په اولني پړاؤ کښې به د 5 زره خبریالانو او میډیا ورکرز هيلتھ انشورنس كيږي۔ د دې خبرې اعلان د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د 25-2024 كال وفاقي بجټ وړاندې كولو په مهال وكړو۔ ده ووئيل چې د ياد شوي سكيم له مخې به په لومړي پړاو کښې د ټول هېواد د 5000 خبريالانو او ميډيا وركرز هېلتھ انشورنس كولې شي او په دويم پړاؤ كښې به لس زره نورو خبريالانو او ميډيا وركرز ته دا بنيادي حق وركولے شي۔ ده ووئيل چې كله وزيراعظم شهباز شريف د دوهم ځل لپاره د وزيراعظمۍ چوكۍ سنبال كړه نو دغې وروستو يې د خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د هېلتھ انشورنس بحالولو امر وكړو۔ ده وئويل زه نن خپلو خبريالانو وروڼو ته د دې سكيم د بحالۍ زېرې وركوم۔
خبريالانو او ميډيا ورکرز لپاره هيلتھ انشورنس سكيم بحال ، په اولني پړاؤ كښې به د 5 زره خبریالانو او میډیا ورکرز هيلتھ انشورنس كيږي ٬ د خزانې وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی