اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول په مقبوضه کشمير كښې د جي 20 هېوادونو په كنفرنس كښې د چين پشمول د پاكستان دوست هېوادونو شركت نه كول د پاكستانۍ ميډيا او د نړۍ په 21 هېوادونو په سفارت خانو كښې د پرېس قونصلرز كاميابي ده ٬ د اطلاعات او خپرونو پارلماني سېكرټري چوهدري محمد شهباز بابر وېنا ده چې زمونږ زړونه د كشميريانو سره درزېږي او مونږ به تل دوي سره ولاړ يوو۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د صلاح الدين د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري چوهدري محمد شهباز بابر ووئيل د نړۍ په 21 هېوادونو كښې د اطلاعات د وزارت مشنز كار كوي، دا مشنز خارجه دفتر سره په ګډه كار كوي، دا مهال د جي 20 هېوادونو په مقبوصه كشمير كښې په جاري غونډه كښې د چين شرکت نه كول زمونږ د دغه مشنز او د خبريالانو د ستړو نتيجه ده٬ د محمد ابوبکر د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري ووئيل د پاکستان زړه خپلو كشميريانو وروڼو سره درزېږي او مونږ د كشمير خپلو وروڼو سره ولاړ يوو او ولاړ به يو۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د يوې پوښتنې په تحريري ځواب كښې وزارت د كورني او بهرني تشهير تفصيلات او طريقه كار په اړه ووئيل شول دا وزارت رياستې بيانې ته د ودې وركولو ذمه وار دے او اولس د حكومتي پاليسو او پروګرامونو نه خبرولو لپاره تشهير كوي، د كال 1973 د قواعدو او انصرام کار له مخې د اطلاعات او خپرونو وزارت ته دا ذمه واري وركړې شوې چې ھغه دې د قامي چارو تشهير، د پرېس اړيكو پشمول د خبريالانو د ډلو او نورې اطلاعاتي ميډيا، د ورځپاڼو صنعت ته ودې لپاره سهولتونه وركولو٬ دغسې حكومتي پاليسو او د هلو ځلو پحقله په چارو اېجنسۍ او ميډيا سره روابط او د مرستې پحقله رياستي الېكټرانك ميډيا ته رهنما پاليسي اصول وركوي٬ وزارت پرنټ، اليکټرانك او ډيجيټل ميډيا پحقله پاليسو، قوانين، قواعدو او د انضباطي فريم ورك جوړولو او په دې د عملدرآمد ذمه وار دے ٬ دا قامي همغږۍ ته هم وده وركوي او په هېواد كښې او بهر هېوادونو كښې د پاكستان په زړه پورې٬ ترقي پسند او جمهوري تشخص رامخې ته كوي٫ په دې لړ كښې چې كومه طريقه اختيارولې شي د ھغې له مخې پي آئي ډي د حكومتي پاليسو او د پروګرامونو موثر تشهير لپاره د وزارتونو او وفاقې سركارې ادارو سره وظيفائي معاونت كوي٬ غونډې ته ووئېل شول پي آئي ډي په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره د حكومتي اقدامات پحقله په ميډيا كمپائن چلوي، په زړه پورې تشخص رامخئ ته كولو سره سره دا د رياست په ضد د منفي پروپېګنډې هم مقابله كوي٬ اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) سرکاري نيوز ايجنسي ده كومه چې قامي بيانيې ته ودې وركولو لپاره كار كوي ٬ ډي اي اېم پي ډاکومنټري جوړوي او د مجلو/پبلسټي موادو اشاعت كوي٬ پي ټي وي د زياتې رسنې سره يوازنۍ ورسټائل قامي چېنل دے۔ پي سي بي په بېلو ژبو كښې د رياست په ضد د پروپېګنډې مخنيوي پحقله د خپرونو قامي اداره ده ، دا ټول پليټ فارم مضبوط ډيجيټل نوټ پرنټس دي٬ تحريري ځواب كښې لېكلې شوي د وزارت په كچه انټرنل پبلسټي ونګ د ذكر شوو پبلسټي اېجنسو په كار كښې معاونت كوي٬ دا مهمه محكمه ده كومه چې قامي بيانې ته وده وركوي او د ميډيا پرسنز معاونت سره په باقاعدګۍ سره د غونډې د لارې د ميډيا ټول عهدېدارو سره د ناسمه معلوماتو او د فېك خبرونو مخنيوي كوي او د سرکاري اقدامات او پاليسيو تشهير کوي، د کشمير مسئله رامخې ته كوي٬ د پېمرا د لارې پبلك سروس مېسج رسوي٬ د کووډ۔19 وبائي رنځ په مهال د شعور بېدارولو كمپائن ئې چلولے ٬ ځواب كښې ووئېل شول د كال 1973 آئين د ګولډن جوبلي دستورو او کرتار پور راهداري كمپائن ئې چلولے۔ دا څانګه د اطلاعات وزارت سره د منسلک محکمو او خپلواكه ادارو سره پاليسي اېډوائس وضع كوي او معاونت كوي٬ د آئي پي ونګ لخوا د وفاقي حکومت پروجيکشن/تشهير كښې بهترۍ لپاره د ميډيا تنظيمونو سره رابطه كوې٬ د پي ټي وي سي، پي بي سي، اے پي پي سي، پي سي پي او پيمرا ته پاليسي هدايات وركوي۔ آئي پي ونګ د ميډيا نمائنده ادارو لكه پرېس کلب، پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشنز ( پي بي اے)، آل پاکستان نيوز پيپر سوسائټي (اے پي اېن اېس) او پاکستان فيډرل يونين آف جرنلس (پي اېف يو جے) او داسې نورو سره هم په رابطه كښې دے۔ د بهرني تشهير په اړه تفصيلات كښې ووئيل شول د بزنس قواعد 1973ء نظرثاني شوي ترميم اېډيشن، 2021، آئټم نمبر 16، انټري۔11 له مخې دے ٬وزارت ته د ايکسټرنل پبلسټي ونګ (اي پي ونګ) د لارې بهر هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تشخص ته د ودې وركولو ذمه واري وركړې شوې ٬ دا مهال وزارت د خپل انفارميشن سيکشنز د لارې په 21 هېوادونو كښې او په اسلام آباد كښې د دې په هېډكوارټرز (اي پي ونګ) كښې سوشل او د بهرنۍ ميډيا استعمال سره دا لانديني مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ بهر هېوادونو كښې د پاکستان مقام په مثبت توګه رامخې ته كول، په مهمو نړيوالو چارو بهر هېوادونو كښې د پاكستان نقطه نظر رامخې ته كوي، بهر هېوادونو كښې د حکومتي پاليسيو او اقدامات تشهير كوي، بهر هېوادونو كښې د پاکستان كلتور، ورثه او د پاکستان د سېلګرۍ صلاحيت ته وده وركول دي٬ د دې نه علاوه غېر ملكي ميډيا سره اړيكو ته وده وركول دي، په غېر ملکي ميډيا كښې د مهمو قامي دستورو، کانفرنسز /سمټ/ سېشنز د كورېج اهتمام كول او په سوشل ميډيا كمپائنونه پېل كول دي۔ د دې نه علاوه غېر ملكي ميډيا كښې خاص سپليمنټس/ رپورټ/ آرټيکلز/ کالم/ انټرويو شائع کول، سکالرز/ دانشورانو/ خبريالانو سره په قامي او نړيوالو مسئلو د سېمينار/وېبنار اهتمام کول،د پاکستان دننه او بهر غېر ملكي ميډيا سره د وي وي آئي پيز د خبرو اترو اهتمام، غېرملکي مهمو شخصياتو سره د راتلونكې ميډيا ډلو ته سهولت وركول، د غېرملکي ميډيا پلاوي رابلل او د دوي كوربتوب كول، په پاکستان كښې مېشته غېر ملكي خبريالانو ته وېزه ، د اېکرېډټيشن کارډز اجراء د لارې سهولت وركول، پاکستان كښې د دستاويزي فلم تيارۍ لپاره غېر ملکي ميډيا ډلو سره رابطې كول، په نورو هېوادونو كښې د پاکستانو فلمونو/ډرامو نمائش كول، د سوشل/ غېر ملکي ميډيا نګراني ٬ د پاکستان په اړه د منفي قيصو او رپورټونو مقابله كول شامل دي۔
مقبوضه کشمير كښې د جي 20 هېوادونو په كنفرنس كښې د پاكستان دوست هېوادونو ګډون نه كول د پاكستانۍ ميډيا او د پاكستاني پرېس قونصلرز كاميابي ده۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی