اسلام آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) د بهرنیو چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زرداري د المان د بهرنیو چارو وزیرې اینالینا بیئربوک په بلنه د روانې مياشتې په 6 مه او 7 مه نېټه د المان رسمي دوره وکړه۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې وئیلې شوي چې په برلن کښې د پاتې كېدو په مهال د بهرنيو چارو وزير خپلې المانۍ همڅنګې سره د پلاويو په كچه خبرې وكړې۔ دواړو لارښود د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واخست او د ګډو ګټو په سیمه ایزو او نړیوالو چارو یې خبرې وکړې۔ د بهرنيو چارو وزير بلاول بھټو زرداري د سېلاب ځپليو روانه مرسته كښې په برخه اخستو د المان حكومت مننه كولو سره ووئيل پاكستان كښې د راغلي سېلاب د لاسه خپرې شوې تباهۍ د موسمياتي بدلون او غذائي تحفظ د ګډې چېلنجونو مخنيوي لپاره په ګډه د كار كولو حاجت په ډاګه كړې دې۔ دوئي د پلاويو په كچه د مذاكراتو نه وروستو د ګډې خبري كنفرنس هم وكړو په كوم كښې چې د دوه اړخيزه مرستې په شمول د مقبوضه جموں او كشمير او افغانستان په شمول د سيمه ايزې او نړيوالې كچې ټولو مسئلو احاطه وكړې شوه۔ په دې موقعه المان حكومت د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د اضافي 10 ملين يورو وركولو اعلان هم وكړو۔ بلاول بھټو زرداري د المان پارليمان سېنېټ صدر بوډو راميلو سره هم ملاقات وكړو۔ دوي د پارليماني تبادلې په وده، په پاکستان کښې د سيلاب ځپلو سره د مرستو په برابرولو، د افغانستان په صورتحال او د پاکستان د جي ايس پي پلس درجې لپاره د المان د مرستو په دوام خبرې اترې وکړې۔ د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري په برلن کښې د پاکستان په سفارت کې د ډیجیټل سیاحت کارنر پرانسته كولو سره د پاكستان د سیاحتي ځایونو او بشپړه کلتوري ورثې نمائش له د ډیجیټل ټیکنالوجۍ کارولو امکانات هم په ګوته کړل.
د بهرنيو چارو وفاقي وزير وزير بلاول بھټو زرداري د المان سركاري دوره پايې ته ورسېده
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ