اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 1897 كېسونه رامخې ته شوي دي او په ټول هېواد كښې نور 81 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 29 كسان په وېنټي لېټرو وو، د تېرو 24 ساعتونو په مهال د پنجاب نه پس زيات مرګونه په سندھ كښې شوي دي. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 46 زره 231 ټېسټونه شوي دي. د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 11 لكه 27 زره 905 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 62 زره 922 ده او د ټولو ځپليو شمېره 12 لكه 23 زره 841 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 27 زره 327 كسان په حق رسېدلي دي.تر اوسه په ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ 89 لكه 50 زره 39 ټېسټونه شوي دي. د هېواد په 640 روغتونونو كښې د كورونا 5 زره 85 رنځوران تر معالجه لاندې دي
د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 1897 كېسونه رامخې ته شوي دي. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II