پاکستان د ’’ون چائنا ‘‘ په اصول كلك باور لري۔ د صدر آصف علي زرداري د چین میډیا سره مركه


اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د دې خبرې پخلے كړے چې پاکستان عمر له د تاریخ په صحیح اړخ ولاړ پاتې كيدو لاره نيولو سره د ’’ ون چائنا‘‘ په اصول كلك باور لري۔ د چین او پاکستان ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړيدو 73مې سالګرې په موقع د شورو په ورځ شائع شوې د چین میډیا سره مركه كښې صدر ووئيل د پاکستان اولس د چین سره غیر مشروط مينه لري۔دا خبره دې ياده وي چې مارچ كښې په دويم ځل د صدر د ټاكلے كيدو نه پس د كومې غیر ملکي میډیا سره د صدر زرداري دا وړومبۍ مركه ده ۔د دواړو هېوادونو پخوانو لارښودو ترمينځه نزدې رابطې په يادولو كښې صدر آصف زرداري ووئيل زما ارواښاد سخر او د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بھټو قام ته وئيلي وؤ چې ختيز پلو اوګورئ ، چین پلو اوګورئ۔صدرمملکت آصف زرداري چا چې د پاکستانی صدر په حېث د وړومبۍ مودې په مهال 9 ځل د چین دوره کړې وه، د ’’تائیوان آزادي‘‘ په كوم هم صورت مسترد کولو سره د ون چائنا اصول منلو په اړه د پاکستان د موقف پخلے كړے ۔ده ووئيل تائیوان د چین برخه دے ۔دې نه ځانله بله كومه لاره نشته۔ده ووئيل پاکستان عمر له د چين سره ولاړ دے او د چین د بنیادی ګټې به تحفظ کوو۔ د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سی پیك) پېل كېدو او د ګوادر پورټ په پرمختګ تبصره کښې آصف علي زرداری ووئيل 11 كاله وړاندې سی پیک پيل كيدو نه پس په ګوادر پورټ زيات كار شوے ،دا بندرګاه به د ټولې نړۍ سرمایه کارو ته هركلے اووائي۔د يوې پوښتنې په ځواب صدر آصف زرداري ووئيل پاکستان د نورو سكولونو د دې خبرې ډاډګيرنه كوي چې هغوې به د چین ژبه لازمي نصاب كښې شاملوي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د اولس په كچه تبادلو قوي كولو په اهميت زور راوړلو سره ده د دواړو هېوادونو وګړو تګ راتګ آسانولو لپاره په نوو پالیسیو زور راوړو۔ د چين اولس کامیابۍ ستائېلو سره صدر آصف زرداري ووئيل د پالیسیو تسلسل باوري كول د چین د کامیابۍ مهمه وجه ده او پاکستان د چین د پرمختګ عمل كښې د نورو شاملولو امید لري۔