اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې نړيوال مالياتي فنډ سره به ډېره زر لوظ نامه وشي٬د كال په 12 لكه آمدن به ټېكس رعايت په ځاې ساتلې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې آئي اېم اېف سره پاكستان په رابطه كښې دې او هيله ده چې ډېر زر به د سټاف په كچه لوظ نامه وشي د دې نه پس به د پاكستان لپاره قسط جاري شي۔ده ووئيل چې د آئي اېم اېف ملازمينو په تنخاګانو كښې اضافه او د كال په 12 لكه آمدن ټېكس ختمولو هېڅ اعتراض نشته دې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د آئي اېم اېف تنخا زياتولو يا كمولو معاملې سره هېڅ تعلق نشته۔ده ووئيل چې حكومت په سختو حالاتو كښې متوازن او اولس دوست بجټ وړاندې كړي
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری