بيجنګ 06 فروري (اے پي پي) پاکستان او چين په منطقه كښې امن، استحکام او پرمختګ لپاره د شريكو هڅو روانو ساتلو ته سلا شوي ٬ افغانستان كښې د انساني بحران مخنيوي په لړ كښې فوري ګامونه پورته كولو له په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ وزيراعظم عمران خان د چين صدر شي جن پنګ سره بيجنګ كښې په عظيم اولسي هال كښې ملاقات وكړو۔ دا د وزيراعظم عمران خان په اكتوبر كال 2019 كښې د چين دورې نه پس وړومبې ملاقات ٶ۔ دواړو مشرانو د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو تفصيلي جاج واخستو او په زړه پورې چاپېريال كښې ئې په سيمه ايز او د نړيوال اهميت د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان په بيجنګ كښې د 24م اولمپك وېنټر ګېمز په کامياب كوربتوب د چين قيادت او اولس له مباركي وركړه او چين لپاره يۍ د نوي كال په پېل د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په ډاګه كړه چې چين د پاکستان قوي ملګرې، د باور وړ او مضبوط ورور هېواد دې، د پاکستان او چين ترمېنځه په زړه پورې ستراتېژكي مرسته اډانه همكارۍ ټول عمري له د هر ازمېښت مقابله كړې او دواړه هېوادونه د خپل وژن٬ خوشحالۍ، پرمختګ ٬ امن او د استحکام شريكې خوښې عملي كولو له د يو بل تر څنګ ولاړ دي۔ وزيراعظم عمران خان د پاكستان په سماجي او معاشري پرمختګ كښې د چين د مرستې او ملاتړ ستائنه وكړه په كوم كښې چې د سي پېك د اعلی معياري پرمختګ څخه ګټه پورته كړې شوې ده۔ وزيراعظم د سي پېك په دوېم پړاو كښې د چين په سرمايه كارۍ كښې د اضافې هركلې وكړو چې محور ئې انډسټريلائزېشن او د اولس د ژوند معيار ښه كول دي۔ وزيراعظم عمران خان د چين صدر په نړۍ كښې د زياتېدونكي قطبيت څخه خبر كړو چې پكښې د نړيوالو پرمختيائي هدفونو ترلاسه كول او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره سنګين خطرات پېدا شوې دي۔ ده د موسمياتي بدلون، صحت، قدرتي آفتونو او د زياتېدونكي عدم مساوات په څير چېلنجونو څخه هم د چين صدر خبر كړو۔ په دې لړ كښې ده د چين د صدر د بېلټ اېنډ روډ او د ګلوبل ډويلپمنټ انېشيټيو ستائنه وكړه كوم چې تلپاتي پرمختګ او د هدفونو كاميابۍ لپاره اجتماعي اقدام ګرځولې كېږي۔ وزيراعظم په هندي مقبوضه جمو و كشمير كښې د پرله پسې ظلمونو او د هندوتوا په ذهينت آډانه د آر اېس اېس ٬ بي جے پي د اقلتونو په ضد ظلم او جبر رامخې ته كړٶ كوم چې سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطر دے ۔ ده د چين لخوا د پاكستان خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سالميت، آزادۍ او قامي پرمختګ لپاره د غېر متزلزل ملاتړ ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان په ټولو اهمو چارو د چين په بشپړه ملاتړ د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ دواړو ډلو د دې خبرې اعتراف وكړٶ چې سوله ايز او مستحكم افغانستان څخه به په منطقه كښې معاشي پرمختګ او رابطو ته وده ترلاسه شي۔ دوي په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي دې په افغانستان كښې د انساني بحران لاره نيولو لپاره د افغانستان په سمدستي توګه مرسته وكړي۔ دواړو مشرانو د صنعتي، خلائي او واكسين وركولو پشمول په يو شمېر لوظناموه د لاسليك ستائنه وكړه ۔ دواړو مشرانو په نوي دور كښې شريك سباٶن لپاره د پاك چين كميونټي جوړولو له د عزم پخلې وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان د چين صدر شي جن پنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه
افغانستان كښې د انساني بحران مخنيوي په لړ كښې فوري ګامونه پورته كولو له په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شوې۔د وزيراعظم عمران خان د چين صدر سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز