اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې حكومت د صحافت په آزادۍ بشپړه باور لري، سپريم كورټ كورېج يوه زياته مهمه او حساسه معامله ده، كورټ رپورټرز په ښه ډول دا ذمه واري ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پرېس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوې ټاكلې شوې عهديدارو له مباركي وركولو سره وكړه۔ وفاقي وزير فواد چوهدري راجه محسن اعجاز له په صدر او عديل سرفراز له په سيكريټري جنرل ټاكل كيدو مباركي وركړه۔ ده ووئيل په عدليه د اولس باور زياتولو كښې د كورټ رپورټنګ كردار مهم دې۔ چوهدري فواد حسين ووئيل اولس د قانوني چارو او مهمو عدالتي پريكړو څخه خبرولو كښې د كورټ رپورټرز خذمات د ستائنې وړ دي۔ وزير اطلاعات ووئيل د خبريالانو ښېګړې لپاره اقدامات كولو له لوظي يو، خبريالانو له به په ترجيحي بنيادونو صحت كارډ وركولې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د صحت كارډ د لارې به خبريالانو ته د خپلې كورنۍ لپاره تر 10 لكهه روپو د ويړيا درملنې آسانۍ ترلاسه وي۔ وفاقي وزير د پرېس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوې ټاكلې شوې عهديدارو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل هيله لرم چې نوې ټاكلې شوې عهديدار به د خبريالانو ښېګړې پشمول د ذمه واره صحافت ودې له خپل كردار ترسره كړي
د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پرېس ايسوسي اېشن آف سپريم كورټ نوې ټاكلې شوې عهديدارو له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : راکی