اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) پاکستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست وئيلي ډې زمونږ هېواد پاكستان او هند سره خپلې غوره اړيكې كارولو سره د كشمير په مس??ه د درېمګړي كر دار ترسر ه كولو له چمتو دے چې ورسره به منطقه كښې د او??دې مودې امن او استحكام ته وده ترلاسه شي۔ د ايران حكومت په دې لړ كښې د خپل اړخه كومه هم مرسته كولو كښې خوښي ښكاره كړې۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره خپله خصوصي مركه كښې ايراني سفير ووئيل د دوه هېوادونو ترمينځھ كومه هم شخړه يا تاؤ تريخوالې د دواړو د پرمختګ لاره كښې خنډ دے بلكې د دې منفي اعېز د منطقې د نورو هېوادونو په معيشتونو هم پرېوزي۔ منطقه كښې د او??دې مودې امن او استحكام باوري كولو له د دې شخړو او تاؤتريخوالي وضعې به د مينځه وړل وي۔ ايراني سفير ووئيل دا خبره سمه ده چې ځينې قوتونه د خپلې موجودګۍ او لاس وهنې لپاره دا ډول شخړې په ځائې ساتل غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ايراني سفير ووئيل ترهه ګري يوه نړيواله مسئله جوړه شوې او اوس دا تر كوم يو هېواد محدود نه ده۔ ده ووئيل ترهګري كه كوم هم ډول وي بده ده۔ د او آئی سی د كردار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا مهال يو شمېره اسلامي هېوادونه انتشار سره مخ دي۔ مونږ له به د دوئي حالت ښه كول وي۔ د دې مهم كار ذمه واري د دوه لوئې اسلامي هېوادونو پاكستان او ايران په او??و ده۔ ده ووئيل دا مهال اسلامي نړۍ يو شمېر مسئلو سره مخ ده۔ د پاك ايران تجارت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت حجم كم دے۔ ولې د آزاد تجارت لوظنامې مس??ده لاس ليك شوے چې ورسره به ډېر زر دوه اړخيزه تجارت زيات شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د ورورولۍ او ملګرتيا نزدې اړيكې لري۔ د سي پېك په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا يوه عظيمه منصوبه ده او نه يوازې د پاكستان او چين لپاره بلكې ټولې منطقې له ګټه وره ده۔
ايران د كشمير په مسئله د درېمګري كردار ترسره كولو ته چمتو دے۔ ايراني سفير
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II