اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي)نګران داخله وزير مير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي بېنظيربهټو نه يواځې د پاكستان بلكې د نړۍ لويه لا??ښو??ه وه٬د هغې نظريه نن هم ژوندۍ ده٬د بېنظير بهټو د ق??تل??نو بخښلو اختيار يواځې د بلاول ??هټو سره دے۔هغه د ګل په ورځ داخله وزارت كښې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول ??هټو زرداري سره مېډيا ته خبرې كولې۔داخله وزير سرفراز احمد بګټي ووئېل مونږ له د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ښكاره پالېسي اختيارول پكار دي او په دې اړه ټول ??سټيك هولډرز په باور كښې اخستل پكار دي۔په دې موقع په خبرو كښې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول ??هټو زرداري ووئېل د نګران داخله وزير لخوا داخله وزارت كښې د ديوار شهدا پرانسته يو ښه اقدام دے چې څو?? هم ښه كار وكړي پاكستان پيپلز پارټي به نه يواځې هغه ستائي بلكې د هغې به اعتراف هم كوي۔د دې څخه وړاندې بلاول ??هټو زرداري چې كله داخله وزارت ته ورسېدو نو داخله وزير سرفراز احمد بګټي د هغه تود هركلے وكړو۔داخله وزير سره بلاول ??هټو په ديوار شهدا د مېرمنې بېنظيربهټو عكس ولګولو۔د دې څخه وړاندې بلاول ??هټو او د داخله وزير ترمينځه شوي ملاقات كښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔
بېنظيربهټو نه يواځې د پاكستان بلكې د نړۍ لويه لارښوده وه٬د هغې نظريه نن هم ژوندۍ ده۔ داخله وزير سرفراز احمد بګټي
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena