اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفر الحق وئيلي دي اسلام يو امناك دين دے او په اسلامی تعلیماتو كښې د دښمن سره هم د نرمې اختیارولو امر شته ، غیر مسلمه د مسلمانانو د ښو اخلاقو او اسلامی تعلیماتو څخه متاثره كيدو سره اسلام راوړي ،د نړۍ كوم هم مذهب د ترهه ګرۍ اجازه نه وركوي،اوسني د تاؤ ترېښوالې پېښې ټوله نړۍ ځپلې، پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼې قربانۍ وركړې او د نړۍ اولس امن غواړي، د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې ميډيا او د جوماتونو ملايان ښه كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ځائې هوټل كښې مسلم انسټیټیوټ د سيورې لاندې ګ??ل میز كنفرنس ته د’’اسلاموفوبیا او د هغې زيات شوې رجحان او مخنيوي اقداماتو ‘‘ په سرخط خطاب كښې وكړه۔ راجه محمد ظفر الحق ووئيل د مسلمانانو په ضد د يو سازش ترمخه داسې حالات پیدا كړې كېږي، ټوله نړۍ كښې چې چرته هم تره هګري ك??ږي د هغې تور په آسانۍ سره په مسلمانانو لګولې شي، ده و??ئېل مسلمانان امن خوښې دي او زمونږ په مذهب كښې د دښمن سره هم د نرمۍ رويه اختیارولو تعلیم وركړې شوي۔ راجه محمد ظفرالحق ووئيل پاكستان د او آئی سی بانی هېوادونو كښې شامل دے ، او آئی سی كښې دا مهال 57 مستقل دغسې 4 مبصر غړي هېوادونه شامل دي۔ ده و??ئيل هند په ا?? آئی سی كښې د شمولیت غوښتنه كړې نو پاكستان ئې مخالفت كړې او ټولو اسلامي هېوادونو ئې ملګرتيا كړې، ده و??ئېل كله چې هند عرب لیګ كښې نه وې شامل شوې تر هغه وخت ئې مونږ څنګه په ا?? آئی سی كښې شموليت قبول كړو۔ده و??ئيل كه د الجزائر قربانۍ وكتلې شي نو د پاتې هېوادونو قربانۍ به هيرې شي۔ده و??ئيل د ناټو عمومي سيكتر د مسلمانانو اتحاد د سوویت ائتلاف څخه زياته خطرہ ګرځولې وه ا?? د اتحاد ختمولو لپاره ئې د هغه وخت څخه سازشونه پيل كړې، ده و??ئېل اسلامي هېوادونو له به د بدنامۍ څخه د ځان ساتلو لپاره بدلون راوستل وي۔ سیمینار ته د بيلو هېوادون?? پوهانو خطاب كښې د زياتې شوې اسلامو فوبیا او د هغې حل په اړه تفصیلی رڼا واچوله
د سناتور راجه محمد ظفر الحق مسلم انسټیټیوټ د سيورې لاندې ګول میز كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا