اسلام آباد۔14مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ د ګولډن جوبلي تھيم نغمې اجراﺀ وكړه۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګولډن جوبلی نغمه د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په خصوصي هدايت جوړه كړې شوې ۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په ګولډن جوبلي نغمه كښې د پاكستان تنوع او دې لپاره د پاكستان د سېنېټ اهميت په ډاګه كړے شوے۔ ده ووئيل دا تھيم نغمه د تېرو 50 كلونو د سېنېټ د تاريخي سفر او كاميابو نمائندګي كوي۔ ده ووئيل احتساب، سپېځلتيا او ګډ ګورننس باوري كولو كښې سېنېټ ټول عمري مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل د هېواد او قام روښانه سباؤن له به مونږ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل باور لرم چې د دې تھيم نغمې د لارې به د سېنېټ بشپړ تاريخ ياد ساتلے شي۔ په دې مهال دستوره كښې ګډون كوؤنكو په تھيم نغمه كښې خصوصي خوښي ولرله او په دې اړه يۍ د سېنېټ چيئرمېن د هڅو ستائنه وكړه
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنېټ د ګولډن جوبلي تھيم نغمې اجراﺀ وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین